د ښاروالیو قانون

ناپیژنده (not verified)
قانون شاروالی ها

دویم فصل

د ښارولیو تشکیل

د ښارولیو رامنځته کول

څلورمه ماده :

(۱)ښاروالي د لاندې شرایطو په پام کی نیولو سره رامنځته کیږي:

۱-‍‍‍‍ لږترلږه د لس زره تنو نفوس لرل.

۲-‍ ل‍ږتر لږه د پنځه کیلو متره مربع مساحت لرل .

۳-‍ په دی هکله چې ښاروالې په دې قانون او نورو تقنیني سندونو کی د درج شوو دندو د اجراء ‌اود  واکونو د اعمالولو لپاره د مالی او عملیاتي ظرفیت لرونکې ده د ښاري پراختیا د عالي شوري تصمیم .

(۲)‍ ښاروالي ددې مادې په (۱) فقره کې د درج شوي حکم په پام کې نیولو سره د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې په تصویب له اړوندې مقررې سره سم رامنځته کیږي.

(۳)‍ ښاروالۍ مکلفې دي اړوند تشکیل کال په کال د اړوندې ښاروالۍ د مجلس له تأیید وروسته د پړاوونو د تیرولو په غرض د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته وړاندې کړی د کابل ښاروالي له دې حکم څخه مستثني دی

(۴) ښاروالي عامه حکمی شخصیت دی چې د ښاري چارو د ادارې او د خدمتون د وړاندې کولو په منظور فعالیت کوي او خپلو دندو اجراء اود واکونو په اعمالولو کې ددي قانون حکمونه ،نور تقنیني سندونه او لاندې اصول رعایتوي:

۱-‍ د ښار د اوسیدونکو او ښاروالۍ تر منځ د اعتماد او حساب ورکولو زیاتوالی .

۲-‍ د باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو د زمینې برابرول .

۳-‍ په ښار کې د بیوزلۍ کمښت .

۴-‍ په ښارکې د پایداره اقتصاد پیاوړتیا ،د صنعت پرمختیا او د کارموندنې د زمینې برابرول .

#مهترلام -ښاروالي

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې اړوند د دارالمعلمین د سرک په مسیر د چړايي پاتې برخې پروژه د ازادې داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۵۱
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دریمې ناحيې اړوند د ارچهار دویم تجارتي مارکیټ د ازادې مزایدې له لارې په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر څخه . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۵:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د خپل وسایطو او ماشینرۍ لپاره د اړتیا وړ روغنیات، (ډیزیل او پطرول تیل) د قرارداد له مخې اخلي هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر . . .

Back to announcements