لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه
لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مرکز مهترلام اړوند لومړۍ ناحیې د دارالمعلمین په مسیر د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت سړک، د یاد سړک په مسیر چړايي، درې پلچکونه او دواړه طرفه ته ویالې په اساسي شکل جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل: (( یاد سړک او چړایي ۳۵۰ متره اوږوالی، ۱۵ متره پلنوالی لري، چې درې پلچکونه او دواړه طرفه ویالې هم پکې شاملې دي د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د ۹ میاشتو په موده کې د نجیب لمر ودانیز شرکت لخوا جوړ او نن رسماً د ترافیکو پرمخ پرانسیتل ش))
همداراز نوموړي وویل، چې په یاده پروژه کې په ورځني ډول شاوخوا ۳۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه
د سیمې اوسېدونکو رسنیو سره په خبرو کې وویل چې پخوا یې پر یاده لار تګ راتګ ستونزمن و، خو اوس یې په جوړیدو سره ددوی ستونزې حل شوې، هغوی د ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل او مننه یې وکړه چې د ښاریانو لپاره یې په بیلابیلو برخو کې سهولتونه رامنځته کړي دي
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د مهترلام ښاروالۍ له لوري په دویمه ناحیه کې هم یو سرک په اساسي شکل جوړ شوی چې اوس مهال خلک پرې په اسانۍ سره تګ راتګ کوي
