له روانو رغینیزو پروژو د مهترلام ښاروال لیدنه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۴:۳۹
لیدنه

مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزی او ورسره مل د سکتوری برخې انجینران په مهترلام ښارکې د روانو انکشافې او ساختمانې پروژو له کارې بهیره لیدنه ترسره کړه

مهترلام ښاروال په دې لیدنه کی قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه ترڅو خپل ټول امورات د قرارداد مطابق په معیاري شکل په ټاکل شوې وخت ترسره او پاې ته ورسوي

همدارنګه مهترلام ښاروال او ورسره مل د ښاروالۍ پرسونل ته د سکتوري او تخنیکي برخې انجینرانو اطمینان ورکړچی وخت پر وخت له یادو پروژو لیدنه او نظارت ترسره کوې ترڅو ټول کارونه یی  د معیار مطابق ترسره شی

قراردادي شرکتونو په دی لیدنه کی مهترلام ښاروال ته ډاډ ورکړ چی لغمان زموږ کور دې او موږ هم خپل مسوولیت ګڼو چې د هغه په رغاونه او سمسورتیا کی خپل ونډه ولرو

 

د یادونۍ وړ دی چی اوس مهال ډیري عام المنفعه پروژې په مهترلام ښار کې د ښاروالۍ له لورې د تکمیلیدو په جریان کې دی او د ځینو کارونه شروع شوی دی چی په هغو کې تفریحي پارکونه ،تجارتی مارکیټونه ، د کابل جلال اباد معیارې هډه او نور شامل دی  

مهترلام ښاروالۍ دې ته ژمن دې ترڅو له هري ممکنې لارې ښاریانو او هیوادوالو ته خدمات وړاندي کړی او په مقابل کې د ښاریانو مسوولیت دی تر څو مهترلام ښاروالۍ سره څنګ په څنګ ونډه ولری

 

مهترلام ښاروالۍ

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۴:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو کیلومتر په اوږدوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د «ار یک» تفصیلي پلان په ساحه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې
یادې چارې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۳۸
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر چطر لاندې د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په مهترلام ښار کې ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې. . .

BACK TO NEWS