مهترلام ښاروالۍ سرخکانو کې د کډوالو جوړ شوي موقتي پنډغالي سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د لغمان قرغیو ولسوالۍ سرخکانو سیمه کې له پاکستان څخه بیرته راستنیدونکو کډوالو له موقتي پنډغالي سره د ۶ قلمه خوراکي توکو مرسته وکړه
یاده مرسته چې ورېجې، غوړي، لوبیا، چای، بوره او ملايي پکې شامل ؤ د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لاسونو د یاد پنډغالي مسؤلینو ته وسپارل شوه
ښاروال وویل: "دغه مرسته د انساني همدردۍ او اسلامي ورورولۍ له مخې شوې، او هڅه کوي چې د خپل وس مطابق په هر حالت کې له یادو کډوالو سره مرستې وکړي
د لغمان کډوالو چارو رئیس مولوي غلام الرحمن بلال او د پیښو پر وړاندې د امده ګۍ رئیس قاري خیر محمد غازي د یادې مرستې د اخیستلو پرمهال له مهترلام ښاروال څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي او دا ډول مرستې یې د اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کوي
یاده دې وي چې د ولایتي ادارې په حکم او د کډوالو چارو ریاست په مشرۍ د یو ګډ کمېسیون له لوري د لغمان قرغیو ولسوالۍ سرخکانو سیمه کې له پاکستان څخه بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره یو موقتي پنډغالی جوړ شوی چې کډوالو ته پکې د خوړو د برابرولو ترڅنګ هر ډول اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي دي