مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي، د ښاري کمېسيون غړو سره ناسته وکړه!

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۲:۱۱
شاروالی مهترلام

په ‌دې ناسته کې مهترلام ښاروال، د‌ ښاري انظباط نوې ګمارل شوې ډله د کمېسيون استازو ته ورپېژندله، د دوی د جوړولو پر اړتیا يې خبرې وکړې او بيا يې د ښاروالۍ نوې ښاري برنامې د کمېسيون غړو سره شريکې کړې.

ددې ترڅنګ د مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي په مهترلام ښار کې شته بې نظمي، د ښار پاکوالي کمښت او د ښاري کمېسيون ترمنځ ‌د‌ ښې همغږۍ نشتوالي باندې بحث او خبرې وکړې.

بيا په وار سره د لومړۍ حوزې امر، د ترافیکو، ترانسپورټ، محیط زیست، اصنافو او د مسافر وړونکو اتحاديې استازو، دغه ‌راز د لاس پلورونکو نماينده ‌او د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې مدير ‌خبرې وکړې.

دوی ستونزې، مشکلات، وړانديزونه او لاسته راوړنې د ناستې ګډونوالو ‌سره شريکې کړې.

په پای کې پريکړه وشوه، چې ياد کمېسيون به خپلې چارې چټکوي، د ښاري نظم ‌راوستلو، د هډو تنظيم ‌او پاکوالي په برخو کې به لازم اجرات کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۴:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو کیلومتر په اوږدوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د «ار یک» تفصیلي پلان په ساحه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې
یادې چارې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۳۸
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر چطر لاندې د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په مهترلام ښار کې ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې. . .

BACK TO NEWS