نن په لغمان ولایت کې سلګونو ولسونو د کب ۹مه د سرتیرو ملي ورځ په پراخ ګډون سره ولمانځله

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۰:۱۲
شاروالی مهترلام

په همدې موخه نن شنبه د کب پر ۹ ځانګړي مراسم ترسره شول، چې پرمهال يې د لغمان والي رحمت الله يارمل سربېره، مرستيال والي پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي، مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي، د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو، سلګونه ديني عالمانو، قومي مشرانو، ورزشکارانو، ځوانانو، مېرمنو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

لغمان والي رحمت الله يارمل د سرتیرو ملي ورځې نمانځې راغلو ولسونو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی مننه وکړه، چې د ملي او امنيتي ځواکونو د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې يې له دوی سره ګډون وکړ.

هغه د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکه کې ټولو شهيدو شويو سرتېرو ته د الله ج له دربار څخه د جنت الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.

نوموړي افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد، خاورې او ناموس اصلي ساتوونکي ياد کړل او د دوی د قربانیو ستاينه يې وکړه.

ښاغلي يارمل امنيتي ځواکونو ته په خطاب کې وويل(( ستاسو دنده مقدسه او سپېڅلې ده او په دې لاره کې مو هر راز قرباني د ستاينې وړ ده))

والي يارمل وويل دا ولسونه د خپلو ملي او امنيتي ځواکونو د ملاتړ او ستاينې په موخه راټول شوي او د دوی د قربانيو ستاينه کوي.

لغمان والي په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جکړې لاس واخلي او د سولې له روانې پروسې سره يوځای شي او د خپلې کورنۍ سره دې په ارامۍ کې ژوند وکړي.

نوموړي وويل د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ کوي او ډاډ يې ورکړ، چې ټولو ستونزو، غوښتنو او وړانديزونو ته به يې د قانون په چوکاټ کې رسيدګي وشي.

ورپسې د ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي وويل افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه مېړني او د هېواد اصلي ساتوونکي دي.

هغه له ټولو ولسونو وغوښتل، چې په خپلو منځونو کې سره يوځای شي، ترڅو دا هېواد جوړ شي او افغانان يو دايمي اوربند او تل پاتې سولې ته ورسېږي.

شاروالی مهترلام

بلخوا بيا قومي مشر حاجي شامرد خان او قومندان محمد آصف هوتک په خپلو خبرو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې ټول ولسونه يې په کلکه ملاتړ کوي.

په دې ځانګړو مراسمو کې د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو رسمي ګزشت، ورزشي نمايشونه، سرتېرو ته ويل شوې ترانې او ترنمونو سربېره د ولايت مقام له لوري د امنيتي ځواکونو رهبري او يو شمېر سرتېري په تقديرنامو وستايل شول.

د يادونې وړ ده، چې د کب نهمه د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ په ټول هېواد کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترس کې نمانځل کېږي او د سرتیرو د قربانیو او سرښندنو په ویاړ پکې ځانګړي پروګرامونه ترسره کیږي.

#دکب_نهمه_دسرتیري_ملي_ورځ

۱۳۹۹/۱۲/۹

#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

#LMIC

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۴:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو کیلومتر په اوږدوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د «ار یک» تفصیلي پلان په ساحه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې
یادې چارې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۳۸
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر چطر لاندې د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په مهترلام ښار کې ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې. . .

BACK TO NEWS