په مهترلام ښاروالۍ کې د ظرفیت لوړونې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۵:۱۷
ورکشاپ

د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو د مسلکي ودې او د ادارې خدماتو د کیفیت لوړوالي په موخه، د لغمان ولایت د اداري اصلاحاتو ریاست له لوري د ښاروالۍ د مدیرانو او مامورینو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو
یاد ورکشاپ چې د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو مدیریت په هڅو برابر شوی ؤ ټولو ګډونوالو ته د مسؤلیت پیژندنې، د کارکوونکو ارزیابۍ د فورمو د سم ډکولو، اداري چارو د تنظیم، د اصولو رعایت او له مراجعینو سره د مناسب برخورد او ښې رویې اړوند مفصلې لارښوونې او توضیحات ورکړل شول
د ورکشاپ موخه دا وه چې د ښاروالۍ کارکوونکي د خپل مسؤلیت، دندې، او د خدماتو د وړاندې کولو په بهیر کې نور هم پیاوړي، مسؤلیت‌پذیر او چټک عمل کوونکي شي، تر څو وکولای شي د ښاریانو ستونزې پر وخت او په اغېزمن ډول حل کړي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د اداري اصلاحاتو ریاست له هڅو او همکارۍ مننه وکړه، او دغه ډول روزنیزو پروګرامونو ته یې د دوام غوښتنه وکړه، څو د ښاري خدمتونو کیفیت لوړ او اداري سیستم لا منسجم شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۴:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو کیلومتر په اوږدوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د «ار یک» تفصیلي پلان په ساحه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې
یادې چارې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۳۸
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر چطر لاندې د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په مهترلام ښار کې ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې. . .

BACK TO NEWS