په مهترلام ښاروالۍ کې د ۱۴۰۴ مالي کال بودیجې او عایداتي پروژو پر لومړیتوب بحث وشو

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۰:۲۳
اداري مجلس

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره مهمه اداري ناسته ترسره شوه، چې پکې د تیرې اداري مجلس  پرېکړې وارزول شوې، د روانو چارو راپورونه وړاندې شول او د ۱۴۰۴ مالي کال د بودیجې د ترتیب او تطبیق په اړه مفصل بحث وشو
په ناسته کې هر آمر او مدیر د خپلې برخې د ترسره شویو دندو راپور وړاندې کړ، او د روانو ستونزو او پرمختګونو په اړه یې څرګندونی وکړې
ښاروال ښاغلي شهامت په خپلو خبرو کې وویل: "د ۱۴۰۴ مالي کال بودیجه باید اړتیاوو پر بنسټ وکارول شي، او لومړیتوب باید هغو پروژو ته ورکړل شي چې عواید رامنځته کوي او د ښار اقتصاد پیاوړی کولی شي." نوموړي ټینګار وکړ چې عایداتي پروژې نه یوازې د ښار مالي خودکفايي ته لاره هواروي، بلکې د ښاري خدمتونو د پراخوالي زمینه هم برابروي
ښاروال همداراز له ټولو امرینو وغوښتل چې د شفافیت، حساب ورکونې، او ښې همغږۍ پر بنسټ خپلې چارې مخ ته یوسي
د ناستې په پای کې اړوند امریتونو او مدیریتو ته مشخصې دندې وسپارل شوې، ترڅو د بودیجې پر بنسټ پرې کار وکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۸:۲۶
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانېستل شو

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مرکز مهترلام اړوند دویمې ناحیې "حاجيانو کلي" کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک په اساسي شکل جوړ او نن رسماً د ترافیکو پر مخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۷:۵۴
Background image

مهترلام ښاروال د یوې بلې پروژې قرارداد هم لاسلیک کړ

مهترلام ښاروالۍ خپل د موټرو، وسایطو او تیلو پمپ د ښې ساتنې په موخه د سایه بان پروژه پلې کوي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ کې ګټونکي انس لطیفي ودانیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۸:۴۰
Background image

د کانال او پلچک د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچک د جوړیدو پروژې چارې ترسره کېږي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ. . .

BACK TO NEWS