په مهترلام ښار کې د سړکونو د پاکوالي دوام؛ د قوماندانۍ درې لارې او دارالمعلمین پر مسیر د سرکونو خاکروپ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د ښار د پاک چاپېریال او ښاري نظم د تامین په موخه، د دویمې ناحیې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د قوماندانۍ درې لارې او د دارالمعلمین پر مسیر د سړکونو جارو کولو (خاکروپ) چارې ترسره شوې
په دې فعالیت کې د سړک غاړې او پیادهرو سیمې له دوړو، خځلو او اضافي موادو پاکې شوې، چې له امله یې سیمې ته پاکه او منظمه بڼه ورکړل شوه. دا اقدام نه یوازې د ښاري ښکلا لپاره مهم دی، بلکې د روغتیايي ستونزو د مخنیوي لپاره هم ارزښت لري
د مهترلام ښاروالۍ مشرتابه له خپلو زیارکښو کارکوونکو مننه کوي او له ټولو ښاریانو غواړي چې د ښار پاک ساتلو لپاره خپله مدني ونډه ادا کړي او د کثافاتو له بېځایه غورځولو څخه ډډه وکړي