د پنځمې ناحيې اړوند د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د پنځمې ناحيې اړوند قرارګاه ساحه کې د یو شمیر ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
په یاده پاکونه کې له ویالو او پلچکونو څخه خټې، خځلې او کثافات راویستل شول او د اوبو بهیر عادي حالت ته راوګرځید
یاده چاره هر وخت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د ښار د پاکوالي او کثافاتو د راټولولو په موخه ترسره کېږي، ترڅو ښاریانو ته پاک او منظم چاپېریال برابر شي
