بیوزلو خلکو ته د ډوډی د ویش په موخه له نانوایانو سره ناسته وشوه

مهترلام ښاروال د ښار له نانویانو سره په ناسته کې پر نانوایانو غږ وکړ چې د ډوډۍ پخولو لپاره منظم تیاری ونیسي تر څو وشی کولای په وخت سره هغو کورنیو ته چی د مهترلام ښاروالی او ورسره د همکارو سازمانونو له لوری تشخیص شوی د ډوډی د ویش به برخه کی په وخت اقدام وشی او د هغوی دغه حالت چی د کرونا ویروس د خپریدو په وجه د قرنطین په اساس منځ ته راغلی د مشکلاتو د حل په برخه کی رسیدګی وشی
سبا ورځ له نانوایانو سره تړون کېږي تر ځو د قرار داد له مخی په وزن برابر ډوډي پاخه او هیوادوالو ته یی ورکړی
د یادونی وړدی چی نن شپه غریبو کورنېو ته چې له وړاندې تشخیص شوي د ډوډۍ د ویش کارتونه چمتو کېږی
مهترلام ښاروالی خپلو ښاریانو ته د خدماتو په وړاندی کولو کی ژمن دی .
ژر به د ډوډۍ د ویش بهیر پیل شي
مهترلام ښاروالی