د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت پیغام!

ناپیژنده (not verified)
شاروالی مهترلام

د ټول افغانستان په ځانګړي ډول د لغمان ولایت د مهترلام ښار درنو اوسیدونکو، تاسو ټولو ته د روژې مبارکي میاشتې د رارسېدو په مناسبت مبارکي یم، څښن تعالی دې راروانه روژه په ټول افغانستان کې د سرتاسري سولې، پرمختګ او یووالي سبب وګرځوي.

درنو سوداګرو، هټیوالو او ښاریانو!

موږ په دې راروانه میاشت کې د نرخونو کنټرول لپاره ځانګړي تدابیر لرو، دغه راز مو ددې برخې لپاره یوه ځانګړې کمېټه هم ټاکلې ده، چې دا کمېټه به د نرخو کنټرول لپاره منظم کار کوي.

له تاسو سوداګرو، هټیوالو او ښاریانو څخه مې هم غوښتنه ده، چې د پاک رب د رضا لپاره په دې برخه کې په خپلو ولسونو شفقت وکړئ او په دې ماموریت کې له موږ سره لازمه همکاري وکړئ، ترڅو ستاسو درانه ولسونه او پاک رب درڅخه راضي شي.

په درنښت

مجاهد رحمت زی

مهترلام ښاروال

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې اړوند د دارالمعلمین د سرک په مسیر د چړايي پاتې برخې پروژه د ازادې داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۵۱
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دریمې ناحيې اړوند د ارچهار دویم تجارتي مارکیټ د ازادې مزایدې له لارې په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر څخه . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۵:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د خپل وسایطو او ماشینرۍ لپاره د اړتیا وړ روغنیات، (ډیزیل او پطرول تیل) د قرارداد له مخې اخلي هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر . . .

Back to announcements