مهترلام ښاروالۍ ښاري انظباط ډله جوړه کړه او نن يې په رسمي ډول په کار پيل وکړ

د لغمان مرستيال والي پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي او د مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي له لوري ياده ډله د ښاروالۍ پرسونل ته په رسمي ډول ور وپېژندل شوه او خپل کار يې پيل کړ.
مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي ددې ډلې د جوړولو اړتيا د ولايت مرستيال ته روښانه کړه او د تنظيم دا ډله يې وهڅوله، چې د اصولو په رڼا کې ښاروالۍ سره منظم فعاليت وکړي او د ښاري نظم، پاکوالي او دسپلين په برخو کې دې ښاروالۍ سره لازمه همکاري وکړي.
مرستيال والي د ښاروالۍ دا کړنه وستايله او د تنظیم دا ډله يې د ښاروالۍ او ښار لپاره مهمه وبلله.