مهترلام ښاروال‌ مجاهد رحمت زی

ناپیژنده (not verified)
شاروالی مهترلام

د مهترلام ښار ښکلا لپاره، د ډاکټر عبدالله لغماني منار څخه، د محمد رحيم رحيم څلور لارې پورې د بوټو او ګلدان خونديتوب لپاره ‌کټاره جوړوو!

زموږ ‌کاري ټيم په ښار کې لومړنۍ سروې وکړه، موږ د ګلدان او بوټو خونديتوب لپاره ‌کټاره جوړوو، ددې ترڅنګ ‌د اوسپنيزو کپو ‌په مخکې د ويالې سر په اساسي بڼه هم رغووو.

د ښار د سړکونو د داغ نيونې پروژه ‌هم‌ تکمیل ده، د کټارو ‌او ویالو جوړولو سره جوخت به ددې پروژې چارې هم پيل کړو.

درنو ښاریانو!

د ښاري نظم موضوع هم زموږ لپاره لومړيتوب لري، د اوسپنيزو کپو ايښودلو برنامه ‌هم په چټکۍ سره روانه ده؛ ژر به د مهترلام ښار‌ ښکلا کې يو مثبت بدلون محسوس شي او تاسو به يې هم شاهدان يئ.

درنو ‌ښاريانو!

د ښار ‌په تنظيم،‌ تنظيف، ښکلا، پرمختګ او رغاوي کې ستاسو مرسته او رول ‌مهم دی، موږ يوازې مه پرېږدئ او په دې برخه کې راسره همکار اوسئ

 

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۵:۲۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

د مهترلام ښاروالۍ ۲۰ فلزي او ۶ کانکریټي کثافت دانیو جوړولو لپاره نعمان عبدالاحد رحیمي ودانیز شرکت په داوطلبۍ کې (۹۳۱۰۰۰) نهه سوه یو دیرش زره افغانۍ نرخ ورکړی چې د ارزیابي کمیټې لخوا . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

د مهترلام ښاروالۍ په ښاري ساحه کې د ۵۲ ونو د پلورلو په مزایده کې زمری د الله محمد زوی د (۱۲۰۰۰۰) یوسلو شل زره افغانۍ نرخ ورکولو سره ګټونکی پیژندل شوی، هر داوطلب که په دې اړه اعتراض لري، . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۹:۵۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د داوطلبۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د پنځمې ناحيي اړوند ترمینل کې د تیلو پمپ استیشن، موټر شويي او د یوې ژورې څاه پروژه په قرارداد ورکوي، هرڅوک که د قرارداد کولو لیوال وي خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له . . .

Back to announcements