د دویمې ناحيي له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيي مدیریت له لوري د یادې ناحيي له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په یاده ناسته کې د دویمې ناحيي مدیر حاجي محمد حسین الکوزي ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او له ګذر وکیلانو یې غوښتنه وکړه چې په خپلو سیمو کې د ښاروالۍ له کارمندانو سره د فورمو په ویشلو او د ښاري خدماتو محصول په راټولو کې همکاري وکړي
همداراز نوموړي زیاته کړه چې ښاروالۍ یوه تصدي اداره ده چې خپل عواید له ښاریانو څخه راټولوي او بیرته د ښاریانو د سهولت لپاره په مصرف رسوي
ګذر وکیلانو د ښاروالۍ له فعالیتونو خوښي وښوده او د دویمې ناحيي له مدیریت سره یې خپل د سیمې یو لړ ستونزې هم شریکې کړې
په پای کې د ناحيي مدیر ټولو ګذر وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې په وخت رسیده ګي کوي