د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې چارې %۷۰ فیصده بشپړې شوي دي

د مهترلام ښاروالۍ د سږکال پروژو په دوام د څه کم دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي
د مهترلام ښاروالۍ د نظارت او ارزیابۍ انجنیر محمود او د براورد او ډیزین انجنیر عبدالله محمد احمدزي چې له یادو کارونو څخه یې څارنه کوله وې ویل، چې اوس مهال د یاد پارک د احاطې چارې ۷۰ فیصده بشپړې شوي په نږدې ورځو کې به یې پاتې نور کارونه هم ترسره شي
دوی وویل، په یاده پروژه کې د ۱۰۲ متره طول او ۶۰ متره په عرض احاطه، دوه دروازې او کټارې شامل دي، چې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې تمویليږي چې اوس مهال یې کارونه په معیاري او اساسي شکل روان دي
یاده دې وي چې په یاده پروژه کې په ورځني ډول ۱۸ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده