د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف برخې د کارکونکو د فعالیتونو دوام

د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف د برخې د کارکوونکو چارې په ورځني ډول په منظم شکل د پلان له مخې روان دي، چې نن یې د یو شمیر فعالیتونو ترڅنګ د لومړۍ ناحيي اړوند د غربي شهرنوی د ګذر صفايي ترسره کړه
د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي د تنظیف د برخې مامور عبدالستار وویل، چې دوی د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د پلان له مخې په ورځني ډول خپل کارونه په منظم شکل ترسره کوي، چې نن یې د لومړۍ ناحيي اړوند غربي شهرنوی د سیمې د لارو، کوڅو او ویالو صفايي ترسره کړه
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډلې له لوري د دویمې ناحيي اړوند د ګذرونو، لارو، کوڅو او ویالو صفایي هم ترسره شوې وه