د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پارکونو او شنو ساحو د ښکلا برنامه روانه ده

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په هدایت د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د پارکونو او ګلدانیو د زینتي بوټو قینچي کاري پیل شوې، چې د مهترلام ښاروالۍ د پنځه واړه پارکونو ترڅنګ د ښار د ګلدانونو ګلان، زینتي بوټي او نیالګي به په منظم شکل قینچي کاري شي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري له دې وړاندې د حشراتو او امراضو د مخنیوي په موخه په نیالګیو او زینتي بوټو باندې دوا پاشي او د تقوې لپاره یې حیواني او کیمیاوي سره هم ورکړل شوې ده
د یادونې وړ ده چې یاده قینچي کاري تقریباً یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې چې تر اوسه د درېیو پاکونو د پلان له مخې په منظم شکل قینچي کاري شوې ده