د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د زرغونتیا چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار اړوند دریمه ناحیه کې د نیالګیو نهال لپاره ځایونه وکیندل شول
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبرۍ مامور انجنیر ریحان الله آریان وویل، چې دوی د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه سږکال نیالګیو، زینتي بوټو او ګلانو د ګرلو او نهال کولو لپاره د ځایونو جوړولو چارې پیل کړې، چې د ټولو نیالګیو او ګلانو لپاره به په منظم شکل د پلان له مخې ځایونه جوړ او وګرل شي
یاده دې وي چې د نیالګیو لپاره د ځایو جوړولو دغه پروسه تقریباُ دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې چې اوس هم جریان لري