د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو له لوري د پخواني کابل بانک مخې ویالو او پلچکونو پاککاري ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښار د پخواني کابل بانک مخې سرک د غاړې ویالو او پلچکونو د پاککارۍ چارې ترسره کړې
یاده چاره د ښار د پاک چاپېریال ساتنې، د اوبو د بهېدنې د سیستم د فعال ساتلو، او د عامه روغتیا د خوندیتوب په موخه تر سره شو چې له ویالو او پلچکونو څخه خځلې، شګې، پلاستیکي توکي او نور جامد فاضله مواد ټول کرل شول
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت ټولو ښاریانو ته د ښار د پاک ساتلو ډاډ ورکوي او وايي چې دا ډول فعالیتونه به دوامداره وي
هغه همداراز له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښاري نظم او پاکۍ په برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، او کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي تر څو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو مناسب ځای ته انتقال کړي او دفن کړي