مهترلام ښار کې د اسد ۲۴مې د ملي ورځې نمانځنې په موخه د بیرغونو لګولو بهیر روان دی

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۶:۴۹
بېرغونه

د اسد د ۲۴مې ملي ورځې په مناسبت، چې د مجاهدینو د بریا او د امریکايي اشغالګرو د ماتې له تاریخي ورځې سره سمون خوري، مهترلام ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې د بیرغونو د لګولو لړۍ پیل کړې ده
په دې لړ کې د ښار مهمې څلورلارې، چوکونه، درې لارې، تنویري پايي او نور عامه ځایونه شامل دي چې په ټولو اړونده ساحو کې به بیرغونه ولګول شي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وايي، د بیرغونو لګولو دغه بهیر د ښار له بېلابېلو ساحو څخه پیل شوی او د اسد د ۲۴مې ورځې تر پای پورې به دوام ولري
همداراز ښاروال زیاتوي، چې د بېرغونو د لګولو دغه چاره د ښاري ښکلا ترڅنګ د دې ورځې ملي ارزښت ته د درناوي په موخه ترسره کېږي
یاده دې وي چې د اسد ۲۴مه، د افغان ملت د قربانیو، سرښندنو او خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو ورځ ده چې هر کال په ټول هېواد کې د ویاړ، ملي غرور او خاصو شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۵۸
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ښاري خدمتونو د ښه‌والي په موخه د کورونو ثبت سروې جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د لا ښه‌ والي او د صفایي محصول د دقیق ثبت په موخه، د پنځمې ناحیې مدیریت د استوګنیزو کورونو د ثبت سروې پیل کړې ده

د پنځمې ناحیې مدیر، محمد منیر فاروق،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۴۹
Background image

مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پروژو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وکړ

د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د دوو پراختیايي پروژو چارې جریان لري چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د يادو پروژو له کارونو څخه. . .

BACK TO NEWS