مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پروژو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وکړ

د مهترلام ښار په لومړۍ او دویمه ناحیو کې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د دوو پراختیايي پروژو چارې جریان لري چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله د يادو پروژو له کارونو څخه یې ليدنه وکړه
یادې پروژې چې د حاجیانو کلي سړک رغول او د دارالمعلمین د مسیر سرک جوړونه ده، د ښاروال له لوري د ښاروالۍ تخنیکي ټیم او انجنیرانو په حضور کې له نږدې وکتل شوې
په یاده لیدنه کې ښاروال د پروژو پر مسؤلینو ټینګار وکړ چې کارونه دې د انجینري اصولو، تخنیکي معیارونو او ترتیب شوي پلان سره سم، په باکیفیته او اساسي ډول ترسره کړي
د یادو پروژو چارې تقریباً ۸۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې کارونه یې د پلان له مخې جریان لري، چې ډیر ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د یادونې وړ ده چې په دغو دوو پروژو کې په ورځني ډول شاوخوا ۶۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده