د ښاري حکومتولۍ د چارو د چټک پرمختګ او همغږۍ ناسته ترسره شوه
په مهترلام ښاروالۍ کې د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري نن د کارونو د ښه پرمختګ، همغږۍ او تنظیم په موخه د یاد آمریت د مدیرانو او مامورینو ځانګړې ناسته ترسره شوه
په ناسته د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د خپلو کارکوونکو فعالیتونه وستایل او هغوی یې د لا منظم کار کولو لپاره وهڅول
ښاغلي عمري وویل چې د مالي کال د پای ته رسېدو په درشل کې د ښاري حکومتولۍ ټولو کارکوونکو ته پکار ده چې د خدماتو په وړاندې کولو کې چټکتیا راولي او چارې د پلان مطابق، منظم او پر وخت ترسره کړي
نوموړي ټینګار وکړ چې د ښاري نظم، پاک چاپېریال، عامه پوهاوي او د خدماتو د راټولولو په برخه کې باید د لایحو او اصولو په رڼا کې اغېزمن ګامونه پورته شي
ناسته د کارونو د لا ښه سمبالښت، همغږۍ او د ستونزو د حل په هدف ترسره شوه او په پای کې د اړونده کارکوونکو سره لازمې سپارښتنې شریکې شوې
