د لومړۍ ناحيې اړوند شپږم ګذر لپاره ګذر وکیل وټاکل شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی حضرت علي د محمد اسمعیل زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د شپږم ګذر د وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امریت مسؤلینو او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو
د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري ښاغلي حضرت علي ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي
په پای کې وکیل حضرت علي د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام ترڅنګ د څلورم ګذر له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي
