د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت له لوري یوه شنه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۹
شنه خونه

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په لومړۍ ناحیه کې د نباتاتو او نیالګیو د روزنې په موخه یوه شنه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې د لومړۍ ناحيې مدیر ملا عباس ابراهیمي او د زرغونتیا مامور ریحان الله اریان یې ملتیا کوله له یادې شنې خونې څخه یې لیدنه وکړه

ښاروال وویل چې یاده شنه خونه په اساسي او معیاري شکل د ۵۱ متره په اوږدوالي او ۱۳ متره په پلنوالي جوړه شوې ده چې پکې به بېلابېل میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي او بوټې د مهترلام ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه وروزل شي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت له لوري یوه شنه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په لومړۍ ناحیه کې د نباتاتو او نیالګیو د روزنې په موخه یوه شنه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۲
Background image

د درېیمې ناحیې اوسېدونکو خپلې ستونزې د مهترلام ښاروالۍ له تخنیکي او مسلکي چارو آمریت سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د R3 سیمې یو شمېر مشرانو د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو له آمر انجنیر زاهدالله مجددي سره لیدنه وکړه او د خپلې سیمې یو لړ ستونزې او غوښتنې یې ورسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۵۳
Background image

د یونفس پروژو د چارو د ښه کیفیت او معیار په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ولایت مقام د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ، د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهدالله مجددي، د سرک انجنیر احمد شاه الکوزي، د پروژو د لابراتوار انجنیر صفت الله سهاک او د. . .

BACK TO NEWS