د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت له لوري یوه شنه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په لومړۍ ناحیه کې د نباتاتو او نیالګیو د روزنې په موخه یوه شنه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې د لومړۍ ناحيې مدیر ملا عباس ابراهیمي او د زرغونتیا مامور ریحان الله اریان یې ملتیا کوله له یادې شنې خونې څخه یې لیدنه وکړه
ښاروال وویل چې یاده شنه خونه په اساسي او معیاري شکل د ۵۱ متره په اوږدوالي او ۱۳ متره په پلنوالي جوړه شوې ده چې پکې به بېلابېل میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي او بوټې د مهترلام ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه وروزل شي
