د مهترلام ښار ټول مستریان دې خپلو ټاکل شویو ځایونو ته انتقال شي

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۶:۳۷
مستریان

د مهترلام ښار د پراختیا، د ښاري نظم د ټینګښت او د ګڼې‌ګوڼې د مخنیوي په موخه، مهترلام ښاروالۍ د ښار د ټولو مستریانو لپاره د پنځمې ناحیې اړوند کابل ـ جلال‌اباد هډې ترڅنګ ځانګړي ځایونه مشخص کړي دي

مهترلام ښاروالۍ له ټولو مستریانو څخه غوښتنه کوي چې خپل کاروبارونه له ښاره یادو ټاکل شویو ځایونو ته انتقال کړي او له ټاکل شوې ساحې پرته په ښار کې له مستریتوب څخه ډډه وکړي

ښاروالۍ خبرداری ورکوي، هغه مستریان چې له دې خبرتیا وروسته ټاکل شویو ځایونو ته انتقال نه شي، د ښاروالۍ اړوند دوکانونه به یې مهرلاک شي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند ترسره شي

د یادونې وړ ده چې د ښار د پراختیا او د ګڼې‌ګوڼې د کمولو په موخه، له دې وړاندې د ښار د موټرو ټول بارګینونه هم د پنځمې ناحیې اړوند ترمینل ته انتقال شوي، چې اوس مهال هلته خپل فعالیتونه په منظم ډول ترسره کوي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS