د مهترلام ښار ټول مستریان دې خپلو ټاکل شویو ځایونو ته انتقال شي
د مهترلام ښار د پراختیا، د ښاري نظم د ټینګښت او د ګڼېګوڼې د مخنیوي په موخه، مهترلام ښاروالۍ د ښار د ټولو مستریانو لپاره د پنځمې ناحیې اړوند کابل ـ جلالاباد هډې ترڅنګ ځانګړي ځایونه مشخص کړي دي
مهترلام ښاروالۍ له ټولو مستریانو څخه غوښتنه کوي چې خپل کاروبارونه له ښاره یادو ټاکل شویو ځایونو ته انتقال کړي او له ټاکل شوې ساحې پرته په ښار کې له مستریتوب څخه ډډه وکړي
ښاروالۍ خبرداری ورکوي، هغه مستریان چې له دې خبرتیا وروسته ټاکل شویو ځایونو ته انتقال نه شي، د ښاروالۍ اړوند دوکانونه به یې مهرلاک شي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند ترسره شي
د یادونې وړ ده چې د ښار د پراختیا او د ګڼېګوڼې د کمولو په موخه، له دې وړاندې د ښار د موټرو ټول بارګینونه هم د پنځمې ناحیې اړوند ترمینل ته انتقال شوي، چې اوس مهال هلته خپل فعالیتونه په منظم ډول ترسره کوي
