د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د زرغونتیا مامور ریحان الله اریان وویل، چې دا لړۍ درې ورځې وړاندې پیل شوې او تر دې دمه په څو پارکونو او د ښار په ګلدانونو کې عملي شوې ده
نوموړي زیاته کړه، چې دواپاشي به دوام ولري ترڅو د ښار ټول پارکونه او شنې سیمې تر پوښښ لاندې راشي
