د پنځمې ناحیې اړوند د څلورم ګذر اوسیدونکو په خپله سیمه کې د نوي ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه
د مهترلام ښار د پنځمې ناحيې اړوند څلورم ګذر اوسیدونکو د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره وکتل د یو شمیر ستونزو د شریکولو ترڅنګ یې په خپله سیمه کې د نوي ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه
هغوئ وویل، چې په سیمه کې یې د ګذر وکیل درې کلنه موده پوره شوې او غواړي چې یو بل خدمتګاره او وړ کس ورته ګذر وکیل وټاکل شي، ترڅو د سیمې ستونزې له ښاروالۍ مقام سره په وخت شریکې شي
عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه کوي او د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق به خپله کړنه ترسره کوي
