د یونفس پروژو د چارو د ښه کیفیت او معیار په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د ولایت مقام د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ، د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهدالله مجددي، د سرک انجنیر احمد شاه الکوزي، د پروژو د لابراتوار انجنیر صفت الله سهاک او د اقتصاد استازي محمد دایم بزرګزاده په ګډون، د یونفس همکارې موسسې د پروژو له انجنیرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې د پروژو د چارو د ښه کیفیت، معیاري تطبیق او د انجنیري اصولو د مراعتولو په اړه خبرې وشوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهدالله مجددي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، مهترلام ښار د ټولو ګډ کور یاد کړ او ټینګار یې وکړ، چې د پروژو چارې باید د انجنیري اصولو او تخنیکي معیارونو مطابق، په اساسي او معیاري ډول ترسره شي
ورپسې د یونفس پروژو انجنیرانو هم په خپل وار خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د پروژو د چارو د ښه کیفیت او معیار د تأمین لپاره به لازمې هڅې کوي
د یادونې وړ ده، چې د یونفس همکارې موسسې له لوري په مهترلام ښار کې د اتو پروژو چارې پیل شوې دي، چې زرګونو ځوانانو ته یې د کار کولو زمینه برابره کړې ده
