د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پاک چاپېریال ساتنې کمېټې ته وسایل ورکړل شو

web_admin
Sun, Apr 05 2026 5:20 AM
کمېټه

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د کمېټو د ملاتړ لپاره د ښاروالۍ له لوري اړین وسایل ورکول کېږي ترڅو د کمېټې غړي په اسانۍ سره خپل فعالیتونه ترسره کړي

په همدې لړ کې نن د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر حاجي عباس عمري د روښان عالي لېسې له کمېټې څخه لیدنه وکړه او د کمېټې د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره یې یو شمېر وسایل چې پکې یوه لاسي کراچۍ، دوه بیلچې، دوه ښاخۍ، ۳۰۰ ماسکونه، د تنظیف واسکټونه او پنځه جوړې دستکشې شاملې وې د یادې لېسې مدیر مبشیر امیري ته وسپارلې، ترڅو د کمېټې غړي ترې ګټه واخلي

ښاري حکومتولۍ آمر د کمېټې له غړو وغوښتل، چې د ښوونځي د پاک چاپېریال ساتنې ترڅنګ د ښار پاکوالي ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړي

د روښان عالي لېسې مدیر ښاغلي مبشیر امیري د ښاروالۍ یاد اقدام وستایه او د ښاري حکومتولۍ آمریت څخه یې مننه وکړه چې د یادو کمېټو څارنه کوي او اسانتیاوې ورته برابروي

Latest news

Sun, Apr 05 2026 7:16 AM
Background image

د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې پراخ کمپاین ترسره کړ

د ښاري نظم د ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه هغه ګډ کمېسیون چې د ولایت مقام له لوري ترتیب شوی او مشري یې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز کوي، نن یې د مهترلام ښار په بېلابېلو. . .

Sun, Apr 05 2026 5:35 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د باغ سراج هوټل او د تشنابونو ازاده مزایده ترسره شوه

یادې مزایدې د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوي کمېټې په حضور کې ترسره شوې، چې د باغ سراج هوټل په مزایده کې ۳ داوطلبانو برخه اخیستې وه چې عبدالمالک د نثار احمد زوی د میاشتې کرايي لپاره ۱۸ زره. . .

Sun, Apr 05 2026 5:27 AM
Background image

د مهترلام ښار د څارویو منډوي او یو تجارتي مارکیټ مزایده ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د تعین شوي کمېټې په حضور کې د ښاروالۍ د دوو نورو ملکیتونو د زړې ښاروالۍ غرب طرف ته د تجارتي مارکیټ او د څارویو منډوي مزایدې ترسره شوې

د څارویو منډوي مزایده د. . .

BACK TO NEWS