د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پاک چاپېریال ساتنې کمېټې ته وسایل ورکړل شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زدهکوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د کمېټو د ملاتړ لپاره د ښاروالۍ له لوري اړین وسایل ورکول کېږي ترڅو د کمېټې غړي په اسانۍ سره خپل فعالیتونه ترسره کړي
په همدې لړ کې نن د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر حاجي عباس عمري د روښان عالي لېسې له کمېټې څخه لیدنه وکړه او د کمېټې د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره یې یو شمېر وسایل چې پکې یوه لاسي کراچۍ، دوه بیلچې، دوه ښاخۍ، ۳۰۰ ماسکونه، د تنظیف واسکټونه او پنځه جوړې دستکشې شاملې وې د یادې لېسې مدیر مبشیر امیري ته وسپارلې، ترڅو د کمېټې غړي ترې ګټه واخلي
ښاري حکومتولۍ آمر د کمېټې له غړو وغوښتل، چې د ښوونځي د پاک چاپېریال ساتنې ترڅنګ د ښار پاکوالي ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړي
د روښان عالي لېسې مدیر ښاغلي مبشیر امیري د ښاروالۍ یاد اقدام وستایه او د ښاري حکومتولۍ آمریت څخه یې مننه وکړه چې د یادو کمېټو څارنه کوي او اسانتیاوې ورته برابروي
