د پاچاخېل سیمې اوسېدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې

web_admin
Wed, May 06 2026 9:57 AM
ستونزې

د مهترلام ښار اړوند د پاچاخېل سیمې یو شمېر اوسېدونکو د خپلو ستونزو د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د سیمې اوسېدونکو په پیل کې له ښاروالۍ څخه مننه وکړه چې د خلکو ستونزې په مستقیم ډول اوري، او وروسته یې خپلې یو شمېر ستونزې او غوښتنې مطرح کړې
یادو مشرانو غوښتنه وکړه چې په سیمه کې یې عبدالحلیم چې مخکې د دې سیمې ګذر وکیل وو اوس یې درې کلنه موده پوره شوې او باید همدغه شخص چې ډیر ایمانداره او خدمتګاره انسان دی بیرته وټاکل شي ترڅو د سیمې ستونزې له ښاروالۍ مقام سره په وخت شریکې شي
عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه کوي او د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق به خپله کړنه ترسره کوي

Latest news

Wed, May 06 2026 9:57 AM
Background image

د پاچاخېل سیمې اوسېدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې

د مهترلام ښار اړوند د پاچاخېل سیمې یو شمېر اوسېدونکو د خپلو ستونزو د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د سیمې. . .

Wed, May 06 2026 9:54 AM
Background image

د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې


د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق. . .

Wed, May 06 2026 9:51 AM
Background image

د غربي شهرنو اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کڔې

د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند غربي شهرنو اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې

د یادې سیمې اوسېدونکو په پیل کې د. . .

BACK TO NEWS