د پاچاخېل سیمې اوسېدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې
د مهترلام ښار اړوند د پاچاخېل سیمې یو شمېر اوسېدونکو د خپلو ستونزو د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې د سیمې اوسېدونکو په پیل کې له ښاروالۍ څخه مننه وکړه چې د خلکو ستونزې په مستقیم ډول اوري، او وروسته یې خپلې یو شمېر ستونزې او غوښتنې مطرح کړې
یادو مشرانو غوښتنه وکړه چې په سیمه کې یې عبدالحلیم چې مخکې د دې سیمې ګذر وکیل وو اوس یې درې کلنه موده پوره شوې او باید همدغه شخص چې ډیر ایمانداره او خدمتګاره انسان دی بیرته وټاکل شي ترڅو د سیمې ستونزې له ښاروالۍ مقام سره په وخت شریکې شي
عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه کوي او د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق به خپله کړنه ترسره کوي
