په مهترلام ښار کې د پارکونو او شنو ساحو د ښې ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې پیل شوې

web_admin
Tue, Apr 07 2026 6:28 AM
دوا پاشي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړي هدایت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو باندې د دواپاشۍ چارې پیل شوي، چې له مخې به یې په ټولو پارکونو کې یاده چاره ترسره شي

د مهترلام ښاروالۍ د سرسبزۍ مامور ریحان الله اریان وايي، چې یاده دواپاشي د نیالګیو، بوټو، ګلانو او چمنونو د بېلابېلو امراضو او زیان‌رسوونکو حشراتو څخه د ساتنې په موخه ترسره کېږي، تر څو شنې ساحې خوندي پاتې شي او د ښار ښکلا نوره هم زیاته شي

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د ښار د شنو ساحو د ساتنې او پراختیا لپاره وخت پر وخت دا ډول اقدامات ترسره کوي، ترڅو پارکونه او عامه تفریحي ځایونه د ښاریانو لپاره تل زرغون او معیاري وساتل شي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS