په مهترلام ښار کې د پارکونو او شنو ساحو د ښې ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې پیل شوې
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړي هدایت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو باندې د دواپاشۍ چارې پیل شوي، چې له مخې به یې په ټولو پارکونو کې یاده چاره ترسره شي
د مهترلام ښاروالۍ د سرسبزۍ مامور ریحان الله اریان وايي، چې یاده دواپاشي د نیالګیو، بوټو، ګلانو او چمنونو د بېلابېلو امراضو او زیانرسوونکو حشراتو څخه د ساتنې په موخه ترسره کېږي، تر څو شنې ساحې خوندي پاتې شي او د ښار ښکلا نوره هم زیاته شي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د ښار د شنو ساحو د ساتنې او پراختیا لپاره وخت پر وخت دا ډول اقدامات ترسره کوي، ترڅو پارکونه او عامه تفریحي ځایونه د ښاریانو لپاره تل زرغون او معیاري وساتل شي
