د زرغونتیا مدیریت له لوري له امراضو او حشراتو څخه د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې پیل شوې
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړي لارښونه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو باندې د دواپاشۍ چارې پیل شوې، چې یاده چاره به په ټولو پارکونو کې عملي شي
د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مامور ریحان الله اریان وویل، چې یاده دواپاشي د نیالګیو، بوټو، ګلانو او چمنونو د بېلابېلو امراضو او زیانرسوونکو حشراتو څخه د ساتنې په موخه ترسره کېږي، تر څو شنې ساحې خوندي پاتې شي او د ښار ښکلا نوره هم زیاته شي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت د ښار د شنو ساحو د ساتنې او پراختیا لپاره وخت پر وخت دا ډول اقدامات ترسره کوي، ترڅو پارکونه او عامه تفریحي ځایونه د ښاریانو لپاره زرغون وساتل شي
