لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یوې بلې پروژې چارې پیل شوې

web_admin
Thu, Aug 13 2026 5:36 AM
 پروژه

د مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال د پروژو په دوام د ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې دجوړیدو چارې پیل شوې
د یادې پروژې بنسټ ډبره د لغمان والي الحاج قاري بختیار معاذ، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د بېلابیلو ادارو مسؤلنیو، د ښاروالۍ آمرینو، انجنیرانو، ګذر وکیلانو او مشرانو له لوري کېښودل شوه

والي وویل، لغمان کې د بیارغونې کارونه په منظم شکل جریان لري چې په ترڅ کې به یې سږکال لس ګونه پروژې پلي شي، او د ولایت ګڼ شمیر ځوانانو ته به د کار زمینه برابره شي، نوموړي زیاته کړه لغمان ته یې پاملرنه ډیره ده هڅه کوي ټولو برخو کې ددې ولایت د خلکو لاسنیوی وکړي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وویل، سږکال په مهترلام ښار کې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې ۱۲ د بیارغونې پروژې ترسره کېږي، چې دا د یادو پروژو په لړ کې څلورمه پروژه وه چې چارې پیل شوې، له دې وړاندې د حاجیانو کلي د سرک، د شاپینګ مال غرب طرف ته د پارک د احاطې او د ښاروالۍ دویمې او دریمې ناحیو ته اداري تعمیرونه جوړول دي چې چارې یې پیا شوي دي

نوموړي زیاته کړه چې د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک چارې د دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې چې په څلورو میاشتو کې به یې کارونه بشپړ شي
هغه همداراز وویل چې په یاده پروژه کې به په ورځني ډول به شاوخوا ۳۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي

د سیمې اوسیدونکي د یاد پارک په جوړیدو سره خوشاله دي او وايي، چې د تفریح او مطالعې یو ښه ځای ورته برابریږي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS