د اولس میلیونه افغانیو په لګښت د دسرک، ویالو، استنادي دیوالونو ستره پروژه تر بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

Anonymous (not verified)
Sun, Sep 13 2020 5:40 AM
افتتاح کمپلکس هده کابل جلال اباد

دغه د (۱۲۳۰) متره په طول سرک او د سرک د غاړو ویالو، د (۸۵۰) متره استنادي دیوال، د (۶۷۰) متره احاطوي پروژه چې د کابل جلال اباد د هډې هموارکاري هم په کې شامله ده، نن د مهترلام ښاروالۍ له لوري، د مهترلام ښار، ده زیارت اړوند د شګۍ قلع په سیمه کې د شپږو میاشتو په موده کې د ختیځ نیازي شرکت په مرسته تر جوړېدو وروسته، د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي، د اقتصاد د رئیس انجنیر شفیق الله احساس، د بیړنیو پیښو سره د مبارزې د رئیس انجنیر جاوید نیازي، د کرنې رئیس انجنیر محمد جمیل خوشال، د مشورتي بورد د مرستیال او غړو، د مهترلام ښاروالۍ اداري کارکوونکو، د قومي مشرانو، ځوانانو، او مدني فعالانو په لاسونو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

پیل کې مهترلام ښاروال د یاد سرک، ویالو او استنادي دیوالونو دلومړي پړاو په اړه د مراسمو ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او په دغه سیمه کې یې د سرک، ویالو استنادي دیوالونو او د معیاري هډې جوړېدو په اهمیت خبرې وکړې.

ښاغلي الکوزي وویل، د کابل جلال اباد د هډې معیاري کمپلکس سترې رغنیزې پروژې چارې په ۴۰ جریبه ځمکه کې روانې دي چې درې فیزونه (پړاوونه) لري، چې د فیزونو (پړاوونو) له جملې یې د سرک، استنادي دیوالونو او ویالو لومړي پړاو سره به د سیمې ستونزه تر ډیره حل شي او د یادې سیمې ولسونه به د سیلابونو او نورو ستونزو څخه وژغورل شي.

ورپسې د مشورتي بورد مرستیال/غړو، مخورو مشرانو د یادې پروژې د جوړیدو له امله خوښي ښکاره کړه او مهترلام ښاروالۍ مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه چې د پروژو په ساتنه کې هم د عامو خلکو سره ګډ کار وکړي.

مشورتي بورد مرستیال د پرانستې پر مهال وویل: موږ د مهترلام ښاروالۍ له رهبرۍ سره په دې هڅه کې یو چې په لغمان ولایت کې ټولې تر کار لاندې پروژې په ښه ډول جوړې او په معیاري ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

۱۳۹۹/۶/۲۲

#اداره ـ #مستقل ـ #ارګانهایي ـ #محلی

#دسیمه ـ #ییزو #ارګانونو ـ #خپلواکه #اداره

#IDLG

 شاروالی - مهترلام 

Latest news

Sun, Apr 26 2026 6:51 AM
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

Sun, Apr 26 2026 6:23 AM
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

Sun, Apr 26 2026 6:20 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS