د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا
مهترلام ښاروالۍ غواړي چې د لومړۍ او دویمې ناحیو اړوند د قیر سرکونو د تخریب شوو برخو داغګیري پروژه په قرارداد ورکړي، په شرایطو برابر شرکتونه که غواړي په داوطلبۍ کې ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان د نشر له نیټې څخه تر ۱۴۰۵/۸/۲۴ نیټې پورې د مهترلام ښاروالۍ د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري
