د پنځمې ناحيي اړوند د دویم ګذر اوسیدونکو خپلې ستونزې له مهترلام ښاروال سره شریکې کړې
د مهترلام ښار د پنځمې ناحيې اړوند د دویم ګذر اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت سره شریکې کړې
د ګذر اوسېدونکو په پیل کې د مهترلام ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل او د ښار د نظم، پاکوالي او خدماتو د ښه والي په برخه کې یې د ښاروالۍ هڅې مثبتې وبللې، وروسته یې د خپل ګذر یو شمېر شته ستونزې د حل په موخه له مهترلام ښاروال سره شریکې کړې او د نوي ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه یې وکړه
ښاروال ښاغلي شهامت ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ ستونزو ته به یې رسیدنه کوي او د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق به دوی ته ګذر وکیل ټاکي
