د ښاري نظم ګډ کمېسیون له لوري د مهترلام ښار نظم ټینګ شوی او ښاریانو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شوي
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ او د ښاري نظم ټینګښت ګډ کمېسیون د پرلهپسې هلو ځلو له برکته ښاري نظم په بشپړه توګه ټینګ شوی او ښاریان دا مهال په اسانۍ سره تګ راتګ کوي
د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي وویل، چې د ښار د نظم د ښه کولو په موخه د ټولو لاسي پلورونکو لپاره ځانګړي او مشخص ځایونه ټاکل شوي دي، ترڅو د پلو لارو او سرکونو د بندېدو مخه ونیول شي
نوموړي زیاته کړه، چې د ښاري نظم د ګډ کمېسیون له لوري د ریکشاوو د منظمولو لپاره هم ځانګړی پلان ترتیب شوی، چې له مخې یې ریکشو ته په ښار کې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي
هغه وویل، که هره ریکشه یا لاسي کراچۍ والا په ښار کې ولیدل شي، د کمېسیون له لوري نیول کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
یاده دې وي چې بل اړه ته بیا مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت هم هلې ځلې پیل کړې ترڅو ښار ته پراختیا ورکړي
