د لومړۍ ناحيي د مدیریت چارې وستایل شوې

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۸:۱۲
لومړۍ ناحيي کارونه وستايل شو

مراجعینو ته د ښه سهولت برابرولو په موخه د مهترلام ښاروالۍ لومړۍ ناحيي مدیریت د لغمان دارالمعلمین چړايي ترڅنګ ګرېن هاوس ته انتقال شوې، چې د یاد مدیریت چارې په منظم شکل روانې دي
د یادې ناحيي د زیارکښو کارمندانو له لوري په ناحیه کې ښه د سرسبزي کارونه ترسره شوي او همداراز د مراجعینو لپاره هم ښه منظم د ناستې ځایونه برابر شوي، چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت ترې لیدنه وکړه او چارې یې وستایلې
همداراز ښاروال د ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي ترڅنګ ټولو کارمندانو ته سپارښتنه وکړه چې د مراجعینو ستونزو ته په وخت رسیده ګي وکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۸:۲۶
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانېستل شو

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مرکز مهترلام اړوند دویمې ناحیې "حاجيانو کلي" کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک په اساسي شکل جوړ او نن رسماً د ترافیکو پر مخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۷:۵۴
Background image

مهترلام ښاروال د یوې بلې پروژې قرارداد هم لاسلیک کړ

مهترلام ښاروالۍ خپل د موټرو، وسایطو او تیلو پمپ د ښې ساتنې په موخه د سایه بان پروژه پلې کوي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ کې ګټونکي انس لطیفي ودانیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۸:۴۰
Background image

د کانال او پلچک د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچک د جوړیدو پروژې چارې ترسره کېږي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ. . .

BACK TO NEWS