د مهترلام ښاروالی هدف 

تکمیلونکی د ښه حکومتوالی د ښه خدماتو وړاندی کول پاک او سمسور ښار د ښاریانو باور په ښاری قوانینو ، اصول او بشری حقوقو او چارپیریال ساتنه.

د مهترلام ښاروال پیغام

 

۱ کال 6 میاشتې ago

!درنو ښاریانو

ښار زموږ ګډ کور دی راځئ د هغه په پاک ساتلو ،ښیرازۍ او سمسورتیا کې په ګډه فعاله ونډه واخلو،دا چې پاکوالې د ایمان یوه برخه او خدای ج حکم ده نوله یوې خوا به مو د اسلام مبارک دین په حکم عمل کړې وي او له بل لوري به مو په ژوند کې مثبت بدلون راغلې وي  

الحاج مولوی رحمت الله (شهامت)
مهترلام ښاروال

Latest announcementsAll announcements

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۵:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د خپل وسایطو او ماشینرۍ لپاره د اړتیا وړ روغنیات، (ډیزیل او پطرول تیل) د قرارداد له مخې اخلي هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۴:۴۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

قدرمنو ښاریانو مهترلام ښار د ټولو ګډ کور دی، د ښار زرغونتیا او سمسورتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړئ او د ښاروالۍ له لوري په ګلدانونو او پارکونو کې د کېنول شویو نیالګیو، ګلانو، چمنونو او شنو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دریمې ناحيې اړوند د صحت عامې ترڅنګ د موټرو تم ځای د ازادې مزایدې له لارې په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد کولو لیوال وي کولای شي، . . .

تازه خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۶:۱۹
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند د اتفاق کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د اتقاق کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې د یادې سیمې اوسېدونکو په پیل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۵
Background image

د دوهمې ناحیې اړوند لسم ګذر د ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی شیرعلم خان باور د محمد حیدر زوی د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د لسم ګذر ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر دې دمه. . .

کارموندنهنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۷:۷
Background image

مهترلام ښاروالۍ دوه خالي بستونه اعلان ته وسپارل

مهترلام ښاروالۍ د کارونو د شفافیت او د وړتیا پر بنسټ د کار اهل کسانو د ګمارنې په موخه دوه خالي بستونه اعلان ته وسپارل

د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو مدیر عبدالواسع واحدي وایي، چې په دغو بستونو کې یو د اووم (۷) بست د باغبانۍ او بل د اتم (۸) بست د تنظیف عملې پورې اړه لري، چې په شرایطو برابر کسان کولای شي ورته نوم لیکنه وکړي

نوموړی زیاتوي، هر هغه اشخاص چې غواړي یادو بستونو کې نوملینکه وکړي د روانې حمل میاشتې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د مهترلام ښاروالۍ کارکوونکو چارو له مدیریت څخه د غوښتنلیک فورمې ترلاسه کولای شي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق ټینګار کوي چې د ګمارنې پروسه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د دوو انجنیري بستونو بریالي کسان اعلان شول

څه موده وړاندې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دوو انجنیري بستونو، (لابراتوار انجنیري) او (ډیزاین او براورد انجنیري)، لپاره ازموینه اخیستل شوې وه چې د پایلو له مخې د لابراتوار انجنیري بست ته صفت‌الله د حمیدالله زوی او د ډیزاین او براورد انجنیري بست ته محمدالرحمن د عزیزالرحمن زوی د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي اعلان شول

هغه کسان چې د یادې ازموینې په اړه کومه نیوکه یا شکایت لري، کولای شي تر درېیو کاري ورځو پورې خپل شکایتونه د لغمان ولایت د اصلاحاتو اداري ریاست ته وسپاري

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د شفافیت او د وړتیا پر بنسټ د استخدام پروسې د تطبیق ډاډ ورکوي

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۸:۱۰
Background image

مهترلام ښاروالۍ د ډیزاین او براورد انجنیري پنځم بست اعلان ته وسپاره

مهترلام ښاروالۍ د کارونو د شفافیت او وړتیا پر بنسټ کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د ډیزاین او براورد انجینرۍ پنځم بست اعلان ته سپارلی دی
د یاد بست لپاره هغه کاندیدان چې غواړي ازموینه ورکړي، باید لږ تر لږه په یاده برخه کې د لېسانس سند ولري
د یادونې وړ ده چې یاد بست ته د روانې عقرب میاشتې له ۷ مې تر ۱۸ مې نیټې پورې نوملیکنه کېږي. د نوم لیکنې فورمې د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو له مدیریت څخه ترلاسه کولای شئ

داوطلبینور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۸:۴۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د دارالمعلمین د سړک د جوړیدو داوطلبي وشوه

مهترلام ښاروالۍ ښاریانو ته د ښه سهولت برابروالو په موخه غواړي چې د لومړۍ ناحيي اړوند دارالمعلمین سړک جوړ کړي، چې نن یې په همدې موخه داوطلبي ترسره شوه، یاده داوطلبي د مهترلام ښاروال . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۱:۳
Background image

مهترلام ښاروالۍ د یوې بلې ګټورې پروژې داوطلبي ترسره کړه

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې له خپلې داخلي بودجې د سږکال پروژو په لړ کې د لومړۍ ناحيي اړوند د دارالمعلمین چړیي جوړه کړي، چې نن یې د مهترلام ښاروالۍ مالي او اداري آمریت کې داوطلبي وشوه
یاده . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۰:۳۱
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د روغنیاتو اخیستلو داوطلبي وشوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام لپاره د روغنیاتو د اخیستلو په موخه د درېیو شرکتونو ترمنځ د ولایت مقام د تعین شوي کمیټې په حضور کې داوطلبي ترسره شوه
یاده داوطلبي د مهترلام ښاروالۍ مالي او . . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

افغانستان

له ککړی هوا څخه مخنیوی

حفاظت محیط زیست

جلوګیری از الودګی صوتی برای ایجاد شهر ارام

جلوګیری از الودګی بصری برای زیبا سازی شهر

رعایت قواعد ترافیکی برای ایجاد نظم شهری

توقف وسایط در جای درست و رعایت اصول ترافیکی و انتظار در صف ها