د مهترلام ښاروالۍ اداري ناسته

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۷:۵۸
اخبار

نن دوشنبه(۳۰/۴/۱۳۹۹) د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي په مشرۍ اداري مجلس تر سره شو.

یاد مجلس د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د پرانیستې وینا مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله (الکوزي ) وکړه، د ښاروالۍ د کاري چارو د ښه د مدیریت، تنظیم او په اداره کې یې د ښې همغږۍ په تړاو وینا وکړه.

د مهترلام ښاروالۍ د تیرې اداري ناستې د راپور غوښتنې ترڅنګ د روانو پروژو د پرمختګ، کمیت او کیفیت په اړوند یې سکتوري امریت ته د کارونو د چټکتیا سپارښتنه وکړه او په ورته مهال یې د سلطان غازي بابا د ښارګوټي د حمامونو د ستونزو د حل، د سبزی مارکیټ د ستونزو د حل په موخه سکتوري امر ته سپارښتنې وکړې.

اخبار

مهترلام ښاروال په خپلو خبرو کې وویل: ښاري نظم ته دې خاصه توجه وشي، د تنظیف مدیریت دې خپل کارونه چټک کړي، ښاري فرهنګ د دودونې په موخه دې ښاریانو ته لازمې لارښوونې وشي، د ټولو نواحیو مدیران دې د خدماتو محصول د راټولونې په برخه کې چټکتیا رامنځته کړي او ترڅنګ دې د غصب سره د مبارزي په برخه کې خپل راپورونه له ماسره ژر تر ژره شریک کړي.

مهترلام ښاروال زیاته کړه: د ښاري حکومتولۍ امریت دي له مشورتي بورد او ولایتي ګډې سره یو ځای د سلام ځای تفریحي پارک د ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

وروسته د مهترلام ښاروالۍ امرینو، د نواحیو مدیرانو او د اړوند کاري برخې مامورینو مهترلام ښاروال ته خپل کاري راپورونه وړاندې کړل او په ورته مهال یې مهترلام ښاروال ته د خپلو کړنو د ښه ترسره کیدا ډاډ ورکړ.

د ناستې په وروستۍ برخه کې د هر اړخیزه ستونزو د حل په موخه ازاد بحث ترسره شوه او د ستونزو د حل په موخه لازم تصامیم ونیول شوه.

.

#مهترلام_ښاروالۍ

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۶:۴۴
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۶
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۲
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS