د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په څلورم ګذر کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د پنځمې ناحيې اړوند څلورم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو
د عامه پوهاوي د ورکولو پر مهال د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري ترڅنګ، تخنیکي او مسلکي آمر انجنیر زاهد الله مجددي، د پنځمې ناحيې مدیر محمد منیر فاروق، د ښاروالۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي او د یاد ګذر وکیل او مشرانو ګډون کړی وو
د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر ابراهیمي ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او د ګذر له اوسیدونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د ښاري خدماتو په تحویلولو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او د ښاري خدماتو محصول باید پر وخت تحویل کړي
د مجلس په پای کې د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري او تخنیکي او مسلکي آمر د ګذر د اوسیدونکو ستونزې واوریدې او د حل په موخه ورته ډاډ ورکړل شو
