لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پروژو چارې پیل شوې

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۱۸
درې پروژې

نن په همدې موخه د مهترلام ښاروالۍ له لوري یو لړ مراسم نیول شوي ؤ چې د لغمان والي شېخ شیر احمد حقاني ترڅنګ مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د لعمان د بېلا بیلو ادارو مسؤلینو، د اصنافو رئیس د مشورتي بورډ غړو او ولسي خلکو پکې ګډون کړی ؤ مهترلام ښاروال وویل: د سږکال پروژو په دوام مو نن یو ځل بیا د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو جلا جلا پروژو چارې پیل کړي، چې په یادو پروژو کې د سلطان غازي بابا ښارګوټي دروازې څخه تر شهید عبدالله پښتون چوک پورې برېښنايي تنویري پايي لګول، دوه ژورې څاه ګانې او شل کثافت دانۍ شاملې دي نوموړي وویل: سږکال مهترلام ښاروالۍ د سل میلیونه افغانیو په ارزښت په مهترلام ښار کې مختلفې غټې او وړې ساختماني پروژې تطبیقوي، چې تر دې دمه د نهو پروژو چارې بشپړې شوي، پنځه تر کار لاندې دي، درې نن پیل شوې او نورې به هم په پرلپسې ډول شروع شي لغمان والي، د داسې پروژو پلي کول ستر ګام وبله، هغه وویل بیارغونه چې په هره اندازه وي خلکو ته یې ګټه رسیږي ((موږ کوښښ کوو دې ولایت کې د موسساتو او حکومت په بودیجه مرکز او ولسوالیو کې ډیرې پروژې پلي کړو، ترڅو هم وطن جوړ او هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي.)) د ښاروالۍ د مشورتي بورډ معاون حاجي حفیظ الله همکار د ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل، نوموړي وویل د ښاروالۍ له لوري په دې وروستیو کې د بیارغونې کارونه په چټکۍ روان دي، هغه همداراز له ښاریانو غوښتنه وکړه چې د ښار پاک چاپېریال ساتنه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي د یادونې وړ ده چې د ښاروالۍ په پیل شویو پروژو کې تر دې دمه شاوخوا ۴۰۰ کسان په روز مره ډول په کار بوخت دي ۱۴۰۳/۸/۸ #د_مهترلام_ښاروالۍ_رسنیز_دفتر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۶:۴۴
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۶
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۲
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS