نن سهار د مهترلام ښار د مختلفو ساحو صفايي ترسره شوه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۵:۳۲
د ښار صفايي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د مختلفو برخو صفايي ترسره شوه په یاده صفايي پلچکونه او ویالې په بشپړ ډول پاکې شوې او کثافات ترې راټول او یو مناسب ځای ته انتقال کړل شول
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف پرسول هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې خپل فعالیتونه کوي او کثافات راټولوي
د مهترلام ښاروالۍ رهبري له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاک چاپېریال ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۸:۲۶
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانېستل شو

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مرکز مهترلام اړوند دویمې ناحیې "حاجيانو کلي" کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک په اساسي شکل جوړ او نن رسماً د ترافیکو پر مخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۷:۵۴
Background image

مهترلام ښاروال د یوې بلې پروژې قرارداد هم لاسلیک کړ

مهترلام ښاروالۍ خپل د موټرو، وسایطو او تیلو پمپ د ښې ساتنې په موخه د سایه بان پروژه پلې کوي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ کې ګټونکي انس لطیفي ودانیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۸:۴۰
Background image

د کانال او پلچک د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچک د جوړیدو پروژې چارې ترسره کېږي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ. . .

BACK TO NEWS