د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې پراخ کمپاین ترسره کړ

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۷:۱۶
کمیسیون

د ښاري نظم د ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه هغه ګډ کمېسیون چې د ولایت مقام له لوري ترتیب شوی او مشري یې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز کوي، نن یې د مهترلام ښار په بېلابېلو برخو کې خپل پراخ کمپاین ترسره کړ

یاد کمېسیون چې په ترکیب کې یې د مهترلام ښاروالۍ، لومړۍ امنیتي حوزې، ترانسپورټ ریاست او د اصنافو ریاست مسؤلین شامل دي، د هغو دوکاندارانو او هټیوالو پر وړاندې عملي اقدام وکړل چې د جنسونو، ترپالو، لاسي کراچیو او بېلابېلو توکو په وسیله یې پلې لارې بندې کړې وې

د ترافیکو مدیر حبیب‌الله مبارز وویل، چې د پلو لارو د خلاصون کمپاین یې نن له رحماني چوک څخه پیل کړ او تر هغه به دوام کوي تر څو د ښار ټولې پلې لارې د ښاریانو پرمخ پاکې او خلاصې شي
همداراز نوموړي زیاته کړه چې د کمېسیون له لوري د لاسي کراچیو پلورونکو لپاره ځانګړي ځایونه مشخص شوي او ټول پلورونکي مکلف دي چې پر ټاکل شویو ځایونو کې خپل فعالیت ترسره کړي

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي وویل، چې د ګډ کمېسیون له لوري د ښاري نظم ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه شوې او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې په ښار کې بې‌نظمي رامنځته کړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۷:۱۲
Background image

مهترلام ښاروال د ګمین کلي له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ګمین کلي له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۶:۴۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د یو مارکیټ د لومړي او دویمې برخې مزایدې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د یو مارکیټ چې د لغمان ولایت د کلیو او پراختیا ریاست جنوب خوا ته موقیعت لري، د لومړي او دویمې برخې مزایدې یې ترسره شوې

د یاد مارکیټ د لومړۍ برخې داوطلبي چې د ښاروالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۶:۳۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره نوبتي اداري ناسته ترسره شوه، چې په یاده ناسته کې د ښاروال له لوري د کارونو پر شفافیت او د مراجعینو. . .

BACK TO NEWS